کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وایي، د ملا هیبت الله له امر څخه نا فرماني له خدای څخه نا فرماني ده.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي، چې د دې ډلې د مشر له امر نه سرغړونه، نه یوازې ناروا ده، بلکې د خدای له حکمه هم سرغړونه ده.
هغه ټینګار وکړ چې که طالبان د هبت الله له امر څخه سرغړونه وکړي، نو خلک به څو قدمه وړاندې د هغه له امرونو څخه سرغړونه وکړي..
نوموړي د لويې جرګې په تالار کې د ديني مدرسو د فارغانو د فراغت په غونډه کې ویلي، هر څوک بايد د دې ډلې د مشر د حکمونو اطاعت وکړي.
هغه د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل: هيڅوک حق نه لري چې د مسلمانانو د امير له حکم څخه سرغړونه وکړي.
ندا محمد ندیم د دې ډلې مشر ته، یو له نږدې او باوري کسانو څخه ګڼل کیږي.
دغه طالب چارواکي د کوم مشخص کس نوم وانخیست، خو دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې تر دې وړاندې هم د طالبانو د ډلې د مشرتابه ترمنځ د وېش او اختلافاتو راپورونه ورکړل شوي وو.
نیویارک ټایمز د عقرب په درېیمه په یوه مقاله کې لیکلي چې د طالبانو ډلې هڅه کړې چې واک ته له رسېدو راهیسې د یووالي انځور وړاندې کړي، خو په حقیقت کې د طالبانو چارواکي په جدي توګه سره وېشل شوي دي.
په مقاله کې ويل شوي چې سراج الدين حقاني د هبت الله اخندزاده له فرمانونو ناراضه دی او له ځينو اروپايي هېوادونو، د فارس خليج له سيمې، روسيې او چين سره ډيپلوماتيکې اړيکې لري.