خبرونهسیمهنړۍ

پاکستاني طالبان؛ که حاکم ګوند راته (خوارج) کلیمه بیا وکاروي له پراخو بریدونو سره به مخ شي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په يو بې ساري اقدام کې د دغه هېواد د لومړي وزير شهباز شریف په مشرۍ حاکم ګوند (مسلم لیګ ن) ته خبرداری ورکړی که ورته هغه القاب او الفاظ چې پوځ استعمالوي او دوی بیا استعمال کړل نو له پراخو بریدونو سره به مخ شي. د پاکستان پوځ پاکستاني طالبانو ته د (فتنه الخوارج) کلیمه کاروي.

د پاکستاني طالبانو تحریک پرون په يوه بیانیه کې د مسلم لیګ ن (د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند) ته خبرداری ورکړی، چې د دوی پر وړاندې له تبلغاتو او د پوځ په څېر له کلیماتو کارولو څخه دې ډډه وکړي.

ټي.ټي.پي ويلي د دوی جګړه له پوځ سره ده او که حاکم ګوند په کې مداخله وکړي نو دوی به يې هم پر وړاندې غلي پاتې نه شي او خپلو جنګیالو ته به امر وکړي چې د مسلم لیګ پر غړو او مرکزونو هم بریدونه پیل کړي.

اوسمهال په پاکستان کې د پوځ پر وړاندې د ټي.ټي.پي سربېره د بلوڅ بېلتون غوښتونکي وسله وال هم جګړه کوي چې پاکستان له پوځ څخه يې په دې وروستيو کې لار ورکه کړې ده.