افغانستانخبرونه

له تاجکستان سره د طالبانو پر دوستانه اړیکو ټینګار

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د قومونو او قبایلو چارو وزیر مولوي نورالله نوري تخار ولایت ته د سفر پر مهال له تاجکستان سره د همکارۍ او دوستانه اړیکو غوښتنه کړې ده.

هغه دغه څرګندونې له تاجکستان سره د دشت قلعه ولسوالۍ له سرحدي سیمې د ليدنې پر مهال کړي او زیاته کړې یې ده، چې دوی د تاجکستان په ګډون د افغانستان له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د ښو اړيکو غوښتونکي دي.

نوموړي ويلي چې کابل ته د تاجکستان د ډيپلوماټيک پلاوي له سفر وروسته له دوشنبې سره سياسي اړيکې مخ پر ښه کېدو دي او ډېر ژر به تاجکستان په کابل کې د خپلو کونسلي د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر پيل کړي.