کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د خوست ولايت په مرکز کې د یوې کورنۍ پنځه غړي چې يوه يې مېرمن ده، تېره شپه د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي.
په خوست کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وياند طاهر احرار وايي چې تېره شپه د خوست ښار په ختيځه برخه کې په يوه کور کې پنځه کسان د ګاز ډبې د ګازو له امله مړه شوي دي.
دی وايي چې دغه کسان د پکتیکا د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي وو چې خوست ته د يو ناروغ د درملنې لپاره راغلي وو.