کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایې، چې د سالنګ لویه لار بیرته د تګراتګ پرمخ پرانیستل شوې ده.
د یاد وزارت لپآره د طالبانو ویاند محمد اشرف حقشناس وایې، چې د سالنګ لویه لاره د نن ورځې له سهار راهیسې د چټک مزلو او مسافروړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده.
هغه ویلي چې د یادې لارې د پاک کارۍ چارې بشپړې شوي او لا هم د دغې لارې په بېلابېلو برخو کې د کنګل کېدو د مخنيوي په موخه د «ریګو او مالګې شیندلو» چارې روانې دي.
نوموړي له هېوادوالو غوښتي چې پر د سالنګ پر لارې د تګراتګ پرمهال ژمني وسايل او تجهیزات له ځان سره ولري.
د سالنګ لویه لاره له تېرو درېیو ورځو راهیسې د زیاتې واورې ورښت له امله بند شوې وه.
سالنګ د هیواد یوه له مهمو لارو ګڼل کیږي چې ډیر کله د ژمي پرمهال د ډېرو واورو او توپانونو له امله د تګراتګ پر مخ تړل کېږي.