لوبې
افغان کرکټ لوبډلې زیمبابوی ته په ټېسټ لوبه کې د ۷۲ منډو په توپير ماتې ورکړه
کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یوې خورا غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې کوربه زمبابوې لوبډلې ته په دویمه ټېسټ لوبه کې د ۷۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دوه ټېسټ سیالیو لوبلړۍ یې ۱-۰ په خپله بریا پای ته ورسوله.
دا په ټېسټ کرکټ سیالیو کې د افغان اتلانو څلورمه بریا شمېرل کېږي.
د زمبابوې وروستيو دوه لوبغاړو د درې اورونو مقابله هم ونشوه کړای.
یو لوبغاړی یې یې رن اوټ او بل هم راشد خان اېل بي ډبلیو کړ.
راشد خان په روانه ټیسټ لوبه کې يوولسمه ویکټ هم واخیسته.