افغانستانخبرونهلوبې

افغانستان له زیمبابوې د ټیسټ لوبو سریز هم وګاټه

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دویمه ټیسټ لوبه کې کوربه لوبډلې ته په ۷۲ منډو ماتې ورکړه او په دې لوبه کې یې د بریا ترڅنګ د دوو ټیسټ لوبو سریز یو صفر وګاټه.

په دغه لوبه کې راشد خان د ۱۱ ویکټو په اخیستو او اته څلوېښت منډو په کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، دغه راز رحمت شاه زرمتي چې په لومړۍ لوبه کې غبرګه سلیزه کړې وه او د دویمې لوبې په دویمه پاڼۍ کې هم سلیزه وهلې وه، د سریز غوره لوبغاړی ونومول شو.

افغانستان تر دې وړاندې له کوربه زیمبابوې څخه د یوه ورځنیو او شل اوریزو لوبو سریز هم ګټلی وو.