کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
فلسطیني رسنیو خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۳م د اکتوبر له اوومې نیټې څخه تر اوسه پورې په دغه هېواد کې د وژل شویو ژورنالیستانو شمېر ۲۰۲ تنو ته ورسید.
د فلسطین د خبریالانو ټولنې اعلان وکړ چې په ۲۰۲۴ کال کې د اسرائیلي نیواک له خوا ۱۱۱ تنه نارینه او ښځینه خبریالان وژل شوي، چې په دې توګه د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له ۷ نیټې څخه د فلسطیني رسنیو د وژل شویو خبریالانو شمېر ۲۰۲ تنو ته ورسید.
دغه راز د جګړې له پيل څخه تراوسه پورې د خبريالانو ١٤٥ تنه نيول شوي او بندیان شوي دي، چې له ډلې شپیته تنه اوس اوس هم په توقیف کې دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نیټې څخه په غزه کې د الاقصی د طوفاني عملیاتو له شروع کیدو سره د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۴۵ زره ۸۰۵ او د ټپیانو شمېر ۱۰۹،۶۴ ته رسیدلی دی.
اسرائیلي پوځ د امریکا او ځینو نورو لویدیځو هېوادونو په بشپړ ملاتړ سره د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له اوه ویشتمې نیټې څخه د غزې په تړانګې ویجاړونکی جنګ پیل کړی دی چې لا هم دوام لري.