کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د عبراني ژبې رسنیو په اشغال شوي بیت المقدس کې د اسرائیلو یوې پوځي اډې ته د فلسطینی ځوانانو د نفوذو داخلېدو څخه خبر ورکړی.
د اسرائیلو پوځي راډیو اعلان وکړ، چې په نیواکي بیت المقدس کې د اسرائیلو د فوځ په مرکزي کمانډو کې د اتو نفوذي فلسطیني ځوانانو له ډلې څخه دوه تنه نیول شوي، چې ترې دا مهال تحقیقات جریان لري.
د اسرائیلو د۱۴ چینل خبریال «هیلل بیټون» وایي، اسرائیلي پوځیان د نیواک شوي سیمې په مرکز کې له هغو ځوانانو سره د مقابلې پر ځای چې دې اډې ته یې ننوتي وو، په اډه کې پټ شوي وو.
بیټون زیاته کړه، د مرکزي قوماندې قوماندان باید وضاحت ورکړي، چې ولې په اډه کې ډیری اسراییلي سرتیري د دې پرځای چې بهر ته لاړ شي او له فلسطیني ځوانانو سره ښکیل شي، په خونو کې پټ شوي.
هغه وویل: دا یو لوی خبرداری دی او ښیې چې د اکتوبر اومه لا هم دلته دی.