کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د بشري حقونو سرچینې وایي، ایران په ۲۰۲۴م کال کې ۳۱ میرمنې اعدام کړي، چې دا په تیرو ۱۶ کالونو کې تر ټولو لوړه شمېره ده.
په ایران کې د ناروې د بشري حقونو سازمان IHR د راپور له مخې، په ایران کې له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې ۲۴۱ ښځې اعدام شوي دي.
د اعدام سزا تر ډېره د قتل او نشه يي توکو د جرمونو له امله ورکړل شوې، چې د ښځو د وژنې ۷۰ سلنه مجرمان د کورني تاوتریخوالي له امله د مېړه یا ملګري په وژلو کې ښکېل دي.
د تېر کال په اکټوبر میاشت کې په ایران کې د ۱۶۶ اعدامونو ریکارډ ثبت شوی و.