خبرونهنړۍ

هندوستان کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۸ پولیس وژل شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د هند په چتیس ګړ ایالت کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې اته پولیس او یو موټر چلوونکی وژل شوي دي.

د رپوټونو له مخې د هند په مرکزي رایپور ایالت کې د سړک په غاړه د ماویست ډلې لخوا د سړک تر غاړې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله د پولیسو موتر هم په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

دغه پېښه د رایپور ایالت بیجاپور سیمه کې هغه مهال رامنخته شوې، کله چې پولیس په سیمه کې د ترسره شویو عملیاتو وروسته د ستنیدو په حال کې وو.

د یادو عملیاتو پر مهال د هندي ځواکونو څلور مخالفین او یو پولیس افسر وژل شوي وو.