کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اچا)ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال افغانستان کې ۱۴.۸ میلیون وګړي په خوراکي او کرنیزو برخو کې مرستو ته اړتیا لري.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د بشرپالو شریکانو لپاره ۱۴.۲ میلیون وګړو ته د مرستې رسول لومړیتوب دی او د دې خلګو د ملاتړ لپاره ۱.۰۹ میلیارد ډالریزې بودجې ته اړتیا لري.
له دې وړاندې اوچا ویلي و، چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري او د مرستې رسونې لپاره ۲.۲۴ میلیارد ډالرو بودجې ته اړتیا ده.
په ورته مهال د خوړو نړیوال پروګرام هم ویلي، چې د بودجې د کمښت له امله سږ کال په ژمي کې نشي کولای چې په افغانستان کې له ۷ میلیون وګړو سره مرسته وکړي.