کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د لغمان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایې، چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د(UNDP) موسسې په همکارۍ د شاتو مچیو د ښې روزنې او د سېلابونو خطر څخه د مخنیوي په موخه د بېرې ځنګل کرل کېږي.
د یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د یاد ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د کرنیز پراختیايي پروګرام په ملاتړ او د یو ان ډي پي موسسې له لوري د ۹۵ میلیونه ۲۸۰ زره افغانیو په لګښت پر ۳۰ هکتاره ځمکه د بېرې او عنابو ځنګل کرل کېږي، چې د سیمې د ښکلا ترڅنګ به د شاتو مچیو روزنې او د شاتو تولید ته ښه زمینه برابره کړي.
د مالوماتو له مخې په یاد ځنګل کې به ۵۰ زره ونې کینول شي چې هم مهاله به ورسره سلګونه ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د یادونې ده چې په دې ورستیو کې د شاتو مچیو د ساتلو، روزنې او کاروبار بازار تود شوی او د کورنیو شاتو تولید هم زیات شوی دی.