کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په کابل کې د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ او سټراټېژيکو همکاريو د پياوړتيا په موخه غونډه ترسره شوه.
د دې ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال غلامسعید احساس وایې، دغه غونډه يې د فرصتونو او ننګونو د ارزونې، د ښوونیز نصاب د کيفيت لوړولو او د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه جوړه کړې ده.
بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس یونس مومند د دولتي او نادولتي ادارو لپاره د مسلکي کسانو پر روزلو ټینګار کوي او وايي، اوس د افغانستان د کار بازار لا ډېرو مسلکي او متخصصو کارګرانو ته اړتیا لري.
ویل کیږي چې د دې غونډې په پای کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې او څلورو کورنیو ادارو ترمنځ د استادانو د وړتیا لوړونې، د مسلکي زدهکړو او کاري فرصتونو د برابرولو په موخه د همکاریو څلور هوکړهلیکونه لاسلیک شول.