کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو تر ولکې لاندې د لوړو زدهکړو وزارت وایي، چې په پوهنتونونو کې دڅېړنو معیاري کولو او ادبي غلا مخنیوي په موخه د (Turnitin) او ګرامرلي سافټویرونه پېرلي دي.
د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وروسته له دې به د یادو سافټویرونو له لارې په مونوګرافونو، تېزیسونو او د استادانو ترفیعي اثارو کې د ادبي غلا مخه ونیول شي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې تر دې دمخه به په پوهنتونونو کې د زده کړیالانو څېړنیزې پروژې او د استادانو د ترفېع څېړنې له یوې رڼې پروسې نه تېرېدې، چې ډېری وخت به پکې ادبي غلا کېده؛ خو ددې سافټویرونو په فعالېدو به یاده ستونزه هواره شي.
دا سافټویرونه کولی شي، یو ځل ثبت او پوسټ شوې مقاله په نښه او د کاپي پېسټ مخه ونیسي.
د مالوماتو پر اساس دا لومړی ځل دی چې د لوړو زده کړو وزارت د پوهنیز بهیر د اصلاح او د ادبي غلاوو د مخنیوي په پار ورته اقدام کوي.