افغانستانخبرونه

سره میاشت:هرات کې یې زرګونه کسانو ته روغتیایي خدمات ترسره کړي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په هرات کې د افغانې سرې میاشتې ټولنه خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې یې په تېره یوه میاشت کې یې ۲۷۸۶۵ کسانو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیايي خدمتونه رسولي دي.

یادې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د هرات په ګلران، شینډنډ، کرخ او انجیل ولسوالیو کې د ګرځنده روغتیایي ټيمونو له لور د ۷۵۳ ټپیانو درملنه شوې، ۷۱۷ ښځو او ماشومانو ته یې واکسینونه ورکړل شوي، ۱۲۷۱ ښځو ته یې له زېږون مخکې او وروسته روغتیايي مشورې ورکړي، ۴۵۴ کسانو ته چې پر خوارځواکۍ اخته وو، خوراکي توکي ورکړي او ۱۲۶۵۵ نورو ته یې هم د روغتیايي ټکو په پام کې نیولو لپاره عامه پوهاوی ورکړی دی.

په ورته مهال د هرات اوسېدونکي له روغتیایي چارواکو غوښتنه کوي، خپل روغتیایي خدمات دې له مرکز سربېره د دغه ولایت لرې پرتو ولسوالیو ته هم وغځوي.