خبرونهنړۍ

د فرانسې ولسمشر: ايران په منځني ختيځ کې لویه امنيتي ننګونه ده

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون وايي، ایران په منځني ختيځ کې يو اټومي ګواښ او تر ټولو لویه امنيتي ننګونه ده.

رويټرز خبري اژانس ويلي چې ایمانویل میکرون دا څرګندونې په پاریس کې له يو شمېر بهرنيو سفیرانو سره د لیدنې پرمهال کړې دي.

هغه ويلي، د ایران اټومي او توغنديو جوړولو پروګرامونه، د اوکراین په جګړه کې له روسیې د دغه هېواد ملاتړ، په سیمه کې د ګواښمنو وسله والو ډلو ملاتړ، افریقا ته د ترهګرۍ او نیابتي وسله والو لېږل هغه موارد دي چې جدي اندېښنې يې راپورته کړې دي.

دی وايي، فرانسه اړتیا لري چې د ډونالډ ټرمپ له حکومت سره په دې اړه ځانګړې خبرې اترې پيل کړی.

هغه ټينګار کړی: «ايران يوه لویه ننګونه ده، د فرانسې لپاره، د اروپايانو لپاره، د ټولې سيمې لپاره او تر هغې لا لوړه ننګونه ده.»

د فرانسې ولسمشر دا خبره هم کړې چې د ایران د اټوم جوړولو پروګرام وروستيو پړاونو ته رسېدلی دی چې بیا به د مخنيوي وړ نه وي.