کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د اسلامي همکارۍ سازمان په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زدهکړې، ننګونې او فرصتونه تر سرلیک لاندې د جنورۍ په ۱۲-۱۱ مه په اسلاماباد کې غونډه کوي.
دا غونډه به په ځانګړي ډول په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زدهکړو د روان بندیز په اړه تمرکز وکړي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په دې غونډه کې به د طالبانو د هغو محدودیتونو په اړه خبرې وشي چې له کبله یې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ څخه منع شوې دي.
دا دوه ورځینۍ غونډه، چې د سعودي عربستان په ملاتړ او د پاکستان په کوربتوب جوړیږي د ۳۰ هیوادونو غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به په کښې ګډون وکړي.
طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په نیمايي کې د واک له ترلاسه کولو وروسته، نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ او یو کال وروسته یې پوهنتونونو ته له تلو هم منع کړې. په پیل کې یې دغه محدودیتونه موقتي بلل، خو درې کاله وروسته، نه یوازې دا بندیزونه پر خپل حال پاتې دي، بلکې نور هم پراخ شوي دي.
په وروستیو کې، طالبانو ښځې له نیمه طبي زدهکړو هم منع کړي.
د اسلامي نړۍ عالمانو د طالبانو دغه محدودیتونه د شریعت له اصولو سره په ټکر کې ګڼلي دي.
تر دې دمه څرګنده نه ده چې طالبان به دې غونډې ته وربلل شي او که نه. ځینې شنونکي وايي چې که طالبان په دې کنفرانس کې ګډون وکړي نو د اسلامي نړۍ له نظرونو به خبر شي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، تمه ده چې غونډه به یو قوي بیان خپور کړي او له طالبانو څخه به وغواړي چې د نجونو او ښځو پر زدهکړو بندیز پای ته ورسوي.