کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د امریکا د جمهوري غوښتونکو د ګوند د کنګرې غړي ټيم بورچېټ د متحده ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په يو لیک کې لیکلي چې د امریکا له دښمنانو سره مرستې بندې کړي او د هغو نغدي پيسو لېږ بند کړي چې د افغانستان مرکزي بانک ته چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې دی او څارنه يې نه کېږي.
دغه لیک چې ټيم بورچېټ پر خپله اېکس پاڼه هم نشر کړی په کې يې لیکلي: «هره اوونۍ زموږ دښمنانو ته د ۴۰ ميليونه ډالرو ورکړه د هغو کسانو توهين دی چې په افغانستان کې يې نظامي خدمت کړی دی.»
پر کابل د طالبانو تر بیا ځلي واک وروسته امریکا اعلان کړی چې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي او په همدغه نوم هره اوونۍ افغانستان ته ۴۰ ميليونه ډالرو کڅوړې رالېږي.
دغه پیسې چې د ملګرو ملتونو په غوښتنه او د ملګرو ملتونو په ځانګړې الوتکه کې کابل ته را لېږدول کېږي، د افغانستان مرکزي بانک ته چې اوسې د طالبانو تر ولکې لاندې دی او د افغانستان نړۍوال بانک ته چې يو خصوصي بانکی دی لېږدول کېږي.
په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته د هېواد بانکونو کې د نغدو پيسو تشه رامنځته شوه چې بیا ملګرو ملتونو له امریکا او نورو مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل چې خپلې بشري مرستې دې په نغدي ډول افغانستان ته ولېږدوي.
د امریکا د ځانګړو پلټنو اداره یا سیګار وايي چې د ۲۰۲۱ له اکتوبر څخه د ۲۰۲۴ کال تر سپټمبره پورې متحده ایالتونو افغانتسان ته ۲۱ ميلیارده او ۶۰۰ ميليون ډالر لېږلي دي.
د راستنېدونکو کډوالو سره مرستې، بشر دوستانه فعالیتونه او په سویس کې د افغانستان د پانګې صندق سره مرستې په دغو پیسو کې حساب شوې دي.