افغانستانخبرونه

  طالبانو په خوست د تېرو شپږو میاشتو پرمهال ۳۳۴ کسان د جنایي جرمونو په تور نیولي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)

طالب چارواکي خبر ورکوي چې په خوست ولایت کې یې د تېرو شپږو میاشتو پرمهال د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور ۳۳۴ کسان نیول شوي دي.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پولیسو یې د خوست په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵۹ د وژنو، غلاوو، شکنجه‌کولو، تښتونې، قاچاق، مامشروع اړیکو او عامه نظم ګډوډیو بېلابېلو جنايي پېښو ته رسېدنه کړې او په تړاو يې ۳۳۴ کسان نيولي دي.

خبرپاڼه زياتوي چې یادو جنایي پېښو ته د رسیدنې پرمهال ۲۲ ميله بېلابېل ډوله وسلې، د کلاشینکوف او توپانچې زرګونه مرمۍ هم نیول شوي دي

چارواکي داسې مهال د خپلو لاسته راړونو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې جنایي جرمونه زیات شوي دي.