افغانستانخبرونه

افغانستان کې د ناچاوده مهماتو د چاودنې له امله هر میاشت ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوړي

کابل ټیلیګراف – ۲۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

طالبان په کابل کې د ماین ‌پاکۍ نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې کې اعلان وکړ چې هره میاشت په هېواد کې د ناچاوده توکو د چاودنو له امله پنځوس کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د دغه ډلې د طبیعي پېښو پر وړاندې د ملي چمتوالي ادارې مشر نورالدین ترابي ویلي، د دې چاودنو ډېری قربانیان ماشومان دي.
دوی په دې مراسمو کې د لویدیځو هېوادونو د بشري حقونو د خوندیتوب شعارونه سیاسي وبلل او ویې ویل چې دا هېوادونه د کمزورو ټولنو، په ځانګړې توګه د افغانستان د چاودنو د قربانیانو په اړه کوم عملي ګام نه دی اخیستی.
ویل کېږي چې تر اوسه د افغانستان شاوخوا څلور زره کیلومتره مربع خاوره له ماینونو او نه چاوده مهماتو پاکه شوې ده، خو په عین حال کې، لا هم د هېواد له یوولس سوو کیلومترو مربع څخه زیاته ځمکه، په تېره بیا کلیوالي او جګړه‌ ځپلي سیمې، د ماینونو او چاودېدونکو توکو له ککړتیا سره مخ دي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې تر دې مخکې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه بللی و چې د ماینونو او نه چاودېدلو مهماتو له کبله تر ټولو ککړ دی.

د دې بنسټ په وینا، کلونو جګړو په افغانستان کې میلیونونه ناچاوده مهمات پرېښي چې د ملکي وګړو ژوند ګواښي.