افغانستانخبرونه

ننګرهار کې یو کس ځان‌وژنه کړې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)

ننګرهار کې ځایي سرچینې وایې چې په جلال اباد ښار کې یو کس د اقتصادي ستونزو له کبله ځان وژنه کړې ده.

سرچینو ویلي چې دغه پېښه پرون د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې په کمپونو سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو د مالوماتو له مخې په یاده سیمه کې د الله داد په نامه یو کس ځان د بهسود اړوند کابل سیند ته غورځولی او ژوند یې بایللی دی.

ننګرهار کې طالب چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

که هم تراوسه د دغه کس د ځان‌وژنې لامل په دقیق ډول نه دی روښانه شوی، خو چې له دې وړاندې په دغه ولایت او د هېواد په نورو سیمو کې هم د ځان‌وژنې ورته پېښې رامنځته شوي دي.