عجایب

په جاپان کې نږدې ۳سوه کیلو ګرامه ماهي په ۱.۳ میلیونه ډالرو لیلام شو

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په جاپان هېواد کې د فلیو فن ټونا په نوم یو ماهي چې وزن یې ۲۷۶ کیلو ګرامه وو، په ۱.۳ میلیون ډالر د لیلام له لارې پلورل شوی دی.

د جاپان د کيوډو خبري اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ په پنځمه نېټه د توکيو د ماهي پلورولو په مشهور تويوسو بازار کې د نوي کال تر ټولو ګران بيه ليلامونه ترسره شول.

د دغه لیلام په ترڅ کې د میشلین ستوري رسټورنټ اړوند  Onodera ګروپ د ۲۷۶ کیلو ګرامه په وزن سره یو ماهي په ۱.۳ میلیونه ډالر بولۍ سره واخیست.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۹م کال کې هم په یاد بازار کې ۲۷۸ کیلو ګرامه تونا ماهی په ۳.۱ میلیون ډار د لیلام له لارې پلورل شوی و.

د یادونې وړده، چې د بلیوفن ټونا په نړۍ کې تر ټولو د غټو ماهیانو له ډلې څخه دي، چې ۴۰ کاله ژوندی پاتي کېدای شي او لس فټه اوږدوالی لري.