کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
فاریاب کې ځایي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې یوې ۱۶ کلنې نجلۍ ځانوژنه کړې ده.
سرچینې زیاتوي چې پېښه د دغه ولایت بلچراغ ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې همداراز ویلي چې یاده نجلۍ شبانه نومېده او پرون یې بلچراغ ولسوالي اړوند «قوش ګذز» کلي یې ځانوژنه کړې او ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.
تر اوسه د دې پېښې لامل او انګېزه نه دي روښانه خو ډير کله دا ډول پېښې کورني تاوتریخوالي له کبله رامنځته کیږي.
د یادونې ده چې د تېر یوه کال پر مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې دي. د دغو پېښو ډېری لاملونه بېوزلي، کورنی تاوتریخوالی او دوښمني په ګوته شوي دي.