کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په متحده عربي اماراتو د هند د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر وکرم مسري خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو په سیاسي، اقتصادي او د خلکو ترمنځ په اړیکو ټینګار کړی دی.
خبرپاڼې زیاته کړې متقي د هند له بشردوستانه مرستو مننه کړې او دغه راز یې د یو مهم او اقتصادي هېواد په توګه له هندوستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټينګار کړی.
په خبرپاڼه کې د هند د بهرنیو چارو وزرات د مرستیال وزیر له قوله لیکل شوي چې هند لېواله دی په سیاسي او اقتصادي برخه کې اړیکې پراخې کړي او د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ ته وده ورکړي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې امیرخان متقي دغه راز د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو له وزير شيخ عبدالله بن زايد آل نهيان سره پر دوو اړخيزو اړيکو، اقتصادي همکاريو پراختيا او سيمهييزو مسايلو هم خبرې اترې کړې دي.
امیرخان متقي په دې لیدنه کې له اماراتي لوري غوښتنه کړې چې افغانانو ته د ويزو د ورکړې په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د یو پلاوي په مشرۍ څو ورځې وړاندې متحده عربي اماراتو ته تللی دی.