ټیکنالوژيخبرونهنړۍ

فیلپین کې د انټرنیټي غلو په مرکز کې ۴ سوه بهرني وګړي نیول شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)

چارواکي وایي، د فلیپین پلازمینه مانیلا کې یې د انټرنیټي غلو په یو مرکز د عملیاتو په ترڅ کې ۴ سوه بهرني وګړي نیولي دي.

د یاد هېواد پولیسو ویلي، په دغه مرکز کې اکثریت هغه کسانو کار کاوه، چې خلک به زوره یا په دوکې غیرې قانوني فعالیتونو لپاره تبلیغ او یا جعلي پانګونې ته اړ کوي.

 د فلیپین ولسمشر، فردیناند مارکوس، د روان کال د جولای په میاشت کې اعلان کړی و، چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه به په فلیپین کې “د قمار انلاین شرکتونو” فعالیتونه منع کړای شي.