افغانستانخبرونه

د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر په دوبۍ کې د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سره ليدلي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)  

د هند د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال وېکرم میسري په مشرۍ يو لوړپوړي پلاوي په دوبۍ کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره لیدلي دي.

د هند د بهرنيو چارو زوارت په يوه اعلامیه کې ويلي چې په دغه لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او مسایلو، په سیمه کې د روان وضعيت، له افغانانو سره د بشر دوستانه مرستو او نورو مسايلو په تړاو خبرې اترې شوې دي.

د بهرنيو چارو وزارت په اعلامیه کې يادونه شوې چې په دغه لیدنه کې د وزارت مرستیال د هند او افغانستان د خلکو ترمنځ پر تاریخي اړیکو غږېدلی او ډاډ يې ورکړی چې هند چمتو چې د افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په دغه اعلامیه کې ويلی شوي چې د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم د له افغانانو څخه د هند د ملاتړ او مرستو قدرداني کړې او دا يې د افغان وګړو لپاره حیاتي ګڼلې دي.

که هم تر دې وړاندې د هند يو پلاوی افغانستان ته تللی و او هلته يې له طالب چارواکو سره لیدنې کړې وې؛ خو دا لومړی ځل دی چې هندي او طالب چارواکي له افغانستان څخه بهر سره کیني او پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې کوي.