افغانستانخبرونهعجایب

يو چینايي وګړی او مېرمن يې خپل موټر کې افغانستان ته په چکر راغلی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)  

يو چینايي وګړی چې مېرمن يې هم ورسره ده، په خپل موټر له چین څخه افغانستان ته راغلی دی.

یایونګ او مېرمن يې نالان د چین له بیجینګ ښار څخه دغه سفر پيل کړی، افغانستان ته له راوښتو وروسته له څو ولايتونو تېر شوي او اوس په کندهار ولايت کې دي.

یایونګ ويلي چې د افغانستان او چین تر منځ تاریخي مخينې، د افغانستان بډایه کولتور، د افغانانو مېلمه پالنې او د افغانستان ښایسته ځايونو اړ کړی چې دغه سفر وکړي.

دغه چینایي وګړي ويلي چې له خپل دغه سفر وروسته به همداسې ایران او نورو هېوادونو ته هم ورځي.