کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د افریقې په چاډ هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ باندې وسله والو برید کړی، چې په ځوابیه برید کې د ۱۸ برید کوونکو په ګډون ۱۹ تنه وژل شوي دي.
رسنۍ وایي، دغه برید پرون د یاد هېواد پلازمینې ناجینا کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ ترسهر شوی دی، چې له برید وروسته د ښار په بېلا بېلو واټونو کې ټانکونه درول شوي دي.
مسؤلینو ویلي، وسله والو هڅه کوله، چې په ولسمشرۍ ماڼۍ برید وکړي، خو مخې ته تر رسیدو وړاندې ووژل شول.
سرچینو زیاته کړې، چې وسله والو کمانډو یي ځواکونو د ولسمشرۍ ماڼۍ د ننه هم ډزې کړي، خو د یادې ماڼۍ ساتوونکو په وخت سره پېښه تر کنټرول لاندې را وستې ده.
حکومتي ویاند ویلي، په یاده پېښه کې اتلس بریدګر وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي، دغه راز یو امنیتي افسر وژل شوي او درې نور ټپيان دي.