افغانستانخبرونه

په خوست کې یو کس د یوې وریندار په ګډون د کورنۍ درې غړي وژلي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)  

په خوست کې ځایي سرچینو خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې یو کس خپل دوه ورونه او یوه وریندار په ډزو وژلي دي.

د سرچینو د مالوماتو له مخې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د باک ولسوالۍ اړوند«توتاک»سیمه کې رامنځته شوې ده.

تراوسه د یادې پېښې انګېزه مالومه نه ده خو معمولآ په افغانستان کې دا ډول پېښې د کورني تاوتریخوالي له کبله رامنځته کیږي.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورني تاوتریخوالي له کبله ورته پېښې زیاتې شوي، چې عام خلک یې اندېښمن کړي دي.