کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د کابل کندهار پر لویه لاره د غزني ولايت په اب بند ولسوالۍکې د دوو موټرو د ټکر پرمهال ۵ کسان مړه شوي دي.
په غزني کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند ابو خالد سرحدي رسنيو ته ويلي چې پېښه د يو باروړونکي او کرولا ډوله مسافر وړونکي موټر تر منځ د ټکر له امله رامنځته شوې چې په کرولا کې سپاره ټول کسان مړه شوي دي.
هغه زیاته کړې دغه پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او ګړندي تګ له امله رامنځته شوې ده .