افغانستانخبرونه

په کابل کې د ایران سفیر د افغانستان په اړه د یوناما له مشرې سره کتلي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)  

کابل کې د ایران سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې علي رضا بېکدلي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت له مشرې روزا اوتونبایوا سره کتلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو لورو د افغانستان په محوریت پر دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو همکاریو بحث کړی دی.

له دې وړاندې په کابل کې د ایران سفیر د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره هم لیدلي و.

ایران د هغو سیمه ییزو هېوادونو له ډلې دی چې په تېرو څه باندې درېیو کالو کې یې له طالبانو سره نږدې اړیکې پاللې، خو په رسمي ډول یې د طالبانو حکومت نه دی پيژندلی.