کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په هرات کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي نوراحمد اسلامجار د ایران د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر محمد فتحعلي سره لیدلي دي.
د هرات ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا سره خبرې اترې کړې دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې دواړو خواوو د سوداګرۍ پر غوړېدو او د خواف – هرات اورګاډي لیکې پر لا ښه فعالیت ټينګار کړی دی.
که څه هم د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې ډیرې نږدې شوي، خو له دې هر څه سره سره بیا هم ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی.