خبرونهنړۍ

اوکراین: ۲۰۲۴م کال کې مو ۴۲۷ زره روسي سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

اوکرایني چارواکي وایي، په ۲۰۲۴م کال کې مو څه باندې ۴۲۷ زره روسي سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د یاد هېواد دفاع وزیر او لوی درستیز الکساندر سرسکي ویلي چې روسي ځواکونو ته دغه مرګه ژوبله د ۲۰۲۴کال د جنورۍ له پیل څخه د ددغه کال د ډسمبر تر ۳۰مې نیټې پورې اوښتې ده، خو دا یې نده واضحه کړې، چې څومره روسي سرتیري وژل شوي او څومره ټپیان دي.

د اوکراین چارواکي په داسې حال کې د یادې مرګ ژوبلې خبر ورکوي، چې روسیې بیا ویلي، په ۲۰۲۴م کال کې د اوکراین څه باندې ۴ زره کیلو مټره خاوره نیولې.

روسیې بیا په ۲۰۲۴م کال کې د خپلو ۳۱ زره ۴۸۱ سرتیرو د وژل کېدو خبر تائید کړی.