کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د افغانستان لپاره د اسپانیا د یو ملیون یورو مرستې خبر ورکړی دی.
اوچا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پيسې د افغانستان بشرپاله صندوق ته سپارل شوې دي.
له دې وړاندې یادې ادارې ویلي و، چې سږکال میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او په دې برخه کې یې د ۷۱۸ ميليونه ډالرو د مرستې غوښتنه یې کړې وه.