کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د پاکستان د پنجاب ایالت په سرګوده سیمه کې له یوې محکمې څخه را ستنیدونکي موټر باندې ډزو کې ۴ تنه وژل شوي او په دې پېښه کې درې لارویان هم ټپيان شوي دي.
پولیسو ویلي، دغه کسان له محکمې څخه کور ته روان وو، چې د خوشاب روډ سبروال کالونۍ په سیمه کې پرې مخالفینو ډزي کړي او وژلي یې دي.
پوليس وايي، پېښه کې د پخوانۍ دښمنۍ نښې ښکاري، ځکه برید ګر یو ساعت یاد موټر ته انتظار ویستلی او بیا یې پرې برید کړی.