خبرونهنړۍ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په لومړي ځل د سوریې په اړه غونډه وکړه

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په سوریه کې د بشارالاسد حکومت د ړنګیدو او د تحریرالشام ډلې د واکمنیدو وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا په لومړي ځل د دغه هېواد په اړه غونډه وکړه.

په دغه غونډه کې په ملګرو ملتونو کې د ترکیې دایمي استازي احمد یلدز ټینګار کړی، چې د سوریې خاوره باید د ترهګرو څخه پاکه شي او د تیلو او ګازو په ګډون  ټولې منابع چې د دوی په لاس کې دي، د یاد هېواد خلکو ته وسپارل شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال او د بیړنيو مرستو همغږي کوونکی ټام فلیچر هم په غونډه کې د سوریې لپاره د بشري مرستو په اړه خبرې وکړې.

فلیچر وویل چې د تورکیې له پولې څخه سوریې ته د مرستو لیږد زیات شوی دی.