ایا پاکستان رښتیا هم ناکام او طالبان د هند ملګري شول؟
متحده عربي اماراتو ته طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي له سفر او له لوړپوړو هندي چارواکي سره تر لیدنې وروسته، په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني ویلي چې دا د پاکستان لپاره لوی درس دی.
حقاني ټینګار کړی چې د اسلام اباد ټولې معادلې د دې لپاره چې د طالبانو له راتګ سره به هند له افغانستانه ووځي، ناکامې شوي دي.
حقاني ویلي، اسلام آباد فکر کولو چې په افغانستان کې د جمهوريت په نسکورولو کې له طالبانو سره په مرسته کولو سره به، وکولای شي خپل اهداف ترلاسه کړي او په دغه هېواد کې د هند نفوذ ختم کړي؛ خو شواهد ښیي چې دوی ناسم فکر کولو.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پرون په دوبۍ کې د هند د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر ویکرام مسري سره لیدنه وکړه او ډهلي ته یې ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به د دغه هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
د دې لیدنې نور جزئیات تراوسه نه دي خپاره شوي، خو د پاکستان د دغه پخواني چارواکي غبرګون په رسنیو کې خپور شوی دی.
هغه ویلي: “د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره د هند د بهرنیو چارو وزارت د چارواکي ویکرام مسري لیدنه، باید د هغو پاکستاني پلان جوړوونکو لپاره یو درس وي، چې کلونه په دې باور وو چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني به له پاکستان سره مرسته وکړي، څو هند له افغانستان څخه وباسي او د هغوی نفوذ ختم کړي.”
هند چې له خپلواکۍ راهیسې د پاکستان دښمن ګڼل کېږي، له اسلام آباد سره ډېرې سرحدي ستونزې لري او روانه اونۍ په یوه بیان کې په لومړي ځل د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان بریدونه وغندلو.
دا په داسې حال کې ده چې هند له تېرو شلو کلونو راهیسې هم له پخواني افغان حکومت سره نږدې او ښې اړیکې درلودې او دا کار د پاکستان د نارضایتۍ یو لوی عامل وو؛ خو داسې ښکاري چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت رامنځته کېدو هم اسلام اباد مایوسه کړی او هم دغه هېواد یو ځل بیا هند ته نږدې شوی دی.
په داسې حال کې چې د جمهوري نظام په ړنګیدو کې د طالبانو سره لوی مرسته کوونکی پاکستان هېواد ګڼل کېدو او اټکل کېدو چې پاکستان به په افغانستان خپله واکمني وکړي، خو وروستیو کې داسې برېښي، چې پاکستان یو ځل بیا ناکام او طالبان هم د هند ملګري شول.