سينما

ډیپیکا او رنویر د یو میلیارد هندي کلدارو په ارزښت کور جوړ کړی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د هندوستان د فلم ستوري شاه رخ خان د کور په څنګ کې د دغه سینما دوه ستورو ډیپیکا او رنویر د یو میلیارد هندي کلدارو په ارزښت کور جوړ کړی، چې ژر به ور کې استوګن شي.

د هندي رسنیو په وینا، هغه ودانۍ چې ډیپیکا پاډوکون او رنویر سنګ په کې خپل نوی اپارتمان اخیستی دی، د بشپړیدو په حال کې دی.

ډیپیکا او رنویر په دې ودانۍ کې د یو میلیارد هندي روپیو په ارزښت له 16 څخه تر 19 پوړ پورې څلور منزله اپارتمان اخیستی دی.

د دغه اداکارانو کور د سمندر لید سره په عصري ډیزاین جوړ شوی دی.

د هندي رسنیو په وینا، د ډیپیکا پاډوکون او رنویر سینګ نوی اپارتمان په یوه خورا مشهوره سیمه کې د قیمتي استوګنې پروژې برخه ده چې د بالیووډ ډیری مشهور ستوري پکې اوسیږي.

دغه راز دغه ودانۍ د بالیووډ د وتلي ستوري شاه رخ خان د کور ‘منت’ په ګاونډ کې موقعیت لري.