کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د Add247 ویب پاڼې لخوا د خپره شویو معلوماتو له مخې؛ ترکیې، مراکش، برطانیه او موریتانیا یو په بل پسې هغه هېوادونه دي، چې په نړۍ کې تر ټولو زیات چای مصرفوي.
د ۲۰۲۴ کال په دغه را پور کې سیچلز، متحده عربي امارات، کویټ، قطر او قزاقستان یو په بل پسې هغه هېوادونه دي، چې تیر کال یې زیات چای مصرف کړی دی.
خو په خپور شوي لیست کې چې د پنځه ویشت هېوادونو نومونه په کې لیکل شوي، افغانستان په کې ندی شامل شوی.