د بریتانیا د یوه افسر اعتراف: افغانستان کې مو ان تر ۱۶ کلنو کم عمره ماشومان هم وژلي
کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د بريتانيا د هوايي ځواک يوه افسر په جنايي قضيه کې تر پوښتنو ګروېږنو لاندې اعتراف کړی چې برتانوي ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په هلمند ولايت کې پر ملکي افغانانو بريدونه کړي دي.
دغه افسر چې هویت يې افشا شوی نه دی، ویلي چې حتی په دغو عملياتو کې تر ١٦ کلونو کم عمره ماشومان هم وژل شوي دي.
هغه ویلي چې بريتانوي ځانګړو ځواکونو په خپلو عملياتو کې ټول کسان په نښه کول، په دې مانا چې هر هغه څوک چې له دوی سره مخامخ کېدلو، په ډزو سره يې وژلو.
دغه کس ویلي چې دغه طريقه برتانوي ځواکونو په ټولو عملياتو کې کاروله، په داسې حال کې چې د دوى په داخلي اصولو کې دغه کړنې په بشپړه توګه غیرقانوني او ممنوع دي.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له شل کلن حضور وروسته، یو له بل وروسته په افغانستان کې د دغو ځواکونو له خوا د جنګي جنایتونو راپورونه خپرېږي او له دوو لسیزو راهیسې په دغه هېواد کې د عامو خلکو وژنه په ډاګه کوي.
تر دې مخکې هم برتانوي ځواکونه په افغانستان کې د بشریت پر ضد جنایتونو په څو قضیو کې تورن شوي وو.
په همدې حال کې آسټراليايي او امريکايي ځواکونه هم په دغه ډول شرایطو کې راغلي او د هغوى يو شمېر افسران د دغه هېواد په بېلابېلو محکمو کې محاکمه شوي دي.
خو د دغو کسانو په سر کې، امریکايي ځواکونه دي چې د امریکا حکومت تر اوسه د مجرمو افسرانو د محاکمې لپاره کوم اقدام نه دی کړی.
د ملګرو ملتونو د اعلان له مخې، له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په ګڼو بریدونو کې له ۴۷ زره ۲۴۵ څخه ډېر ملکي افغانان په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي، چې په دې وژنو کې د بهرنیو ځواکونو رول ډېر پراخ وو.
په ټولیز ډول په دې موده کې په افغانستان کې جګړې له ولسي وګړو نیولې بیا تر افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو پورې شاوخوا ۱۷۴ زره کسان وژلي دي.