کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وایي، دوی داسې شواهد لري چې ښيي داعش په پاکستان کې روزنیز مرکزونه لري، د دغه هېواد د پوځ له خوا روزل کېږي او بیا افغانستان ته د بریدونو لپاره را استول کېږي.
ستانکزی زیاتوي: «موږ په دې قضیه کې شواهد لرو او څو څو ځله مو ویلي دي.
هغه وایي، د نیول شویو داعشیانو له اعترافونو او ویډیوګانو څخه په ډاګه ښکاري چې دوی زموږ په ګاونډ کې مرکزونه لري.
تر دې وړاندې د طالبانو دفاع وزیر هم تاجکستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه ښودلي و، چې داعش په کې تر روزنې وروسته افغانستان کې بریدونه کوي.
پاکستان تر اوسه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال یادو څرګندونو ته کوم غبرګون ندی ښودلی.