کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د امر باالمعروف وزارت وایي، په زابل ولایت کې د هغه جبري نکاح مخه نیولې، چې د اته سوه زره پاکستانیو کلدارو په بدل کې یو کس ته ترسره کېده.
د دغه وزارت لخوا په اعلامیه کې ویل شوي، دغه نجلۍ له رضایت پرته د خبل ورور لخوا یو کس ته د اته سوه زره پاکستانیو کلدارو په بدل کې په نکاح کېده، چې د دوی لخوا یې مخنیوی وشو.
تر دې وړاندې طالبانو په کونړ کې هم د ورته په یوې قضیه کې هم د اقدام خبر ورکړی وو.