افغانستانخبرونه

طالبان: بدخشان کې مو د مهماتو یوه لویه ډیپو کشف کړه

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، په بدخشان ولایت کې مو د مهماتو یوه لویه ډیپو کشف کړې ده

د یاد وزارت لپاره د طالبانو ویاند عبدالمتین قانع وایي،  د مهماتو دغه ډیپو د بدخشان په شهدا ولسوالۍ کې کشف او ترلاسه شوی، چې له ۶۰۰۰ څخه زیاتې د زیکویک مرمۍ، بی ایم ۱ او نور پوځي تجهیزات پکې ځای پر ځای شوي وو.

قانع وايي،  په نیمروز ولایت کې هم  ۸ میله وسلې او نور پوځي تجهیزات کشف او ترلاسه شوي دي.