کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د را پورنو له مخې؛ جوزف عون د دې هېواد پارلمان څخه د ۱۲۸ څخه د ۹۹ رایو په تر لاسه کولو سره د لبنان د ۱۴م ولسمشر په توګه وټاکل شو.
عیسوي مذهبی جوزف عون د لبنان د پوځ د مشر په توګه دنده درلوده.
د یادونې وړده، چې په لبنان کې د خپل منځي اختلافاتو له امله دغه هېواد له تیرو شپږویشت میاشتو څخه ولسمشر نه درلود.