کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په کونړ کې ځایي سرچینو ویلي چې د دغه ولایت پر سرکاڼو ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو له توغندیزو بریدونو وروسته سیمې ته تازه دمي طالب سرتیري استول شوي دي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې چې طالبانو تېره ورځ ناوخته د سرکاڼو ولسوالۍ ناوه پاس درې ته خپل اضافي سرتیري استولي دي.
د سرچینې په وینا که څه هم تر اوسه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته نه ده را منځته شوې خو د سیمې له خلکو غوښتل شوي خپل کورونه پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي.
سرچینه زیاتوي چې لا هم په سیمه کې امنتیتي وضعیت ترینګلی دی او هر شېبه د داوړو خواوو ترمنځد جګړې احتمال شته دی.
د ځایي سرچینو د مالوماتو پر اساس وړمه شپه پاکستاني پوځیانو د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ پر ناوه پاس درې شاوخوا ۵۰ توغندي وتوغول، چې له امله یې د طالبانو یو جنګیالی مړ او یو بل ټپي شوی او ترڅنګ یې ځايي خلکو ته درانه مالي زیانونه رسېدلي دي.
ډیورنډ فرضي کرښې ته څیرمه ډیر کله د پاکستاني او طالب لوري ترمنځ دا ډول نښتې رامنځته کیږي، چې ډیر زیان یې عام ولس ته رسیږي.