کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په لوګر کې د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایې، چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار «قصابانو»سیمه کې د یوه کس مړی موندل شوی دی.
د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو مطبوعاتي مسوول فهیمالله لودین ویلي، یاد کس چې شاوخوا ۴۰ کاله عمري لري چې په مرموز ډول وژل شوی دی.
نوموړی زیاتوي تراوسه د وژل شوي کس هویت مالوم نه دی.
له دې څو ورځې وړاندې د لوګر په برهکي برک ولسوالي کې هم د یوه کس مړی موندل شوی و.