کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو تر ولکې لاندې د عدلیې وزارت وایي، چې د تېرې یوې میاشتې پرمهال د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې څه باندې ۶۵ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.
یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ځمکې کندوز، جوزجان، تخار، غزني، غور، پکتیا، خوست، زابل، میدان وردګ، بامیان او پنجشیر ولایتونو کې تثبیت او مستردې شوې دي.
د دې وزارت د مالوماتو له مخې په یاده موده کې دغه راز د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې ۱۴۶ زره او ۷۹۳ جزیبه ځمکه حکومتي تثبیت شوې ده.