کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په هرات کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ پر نږدې ۴۰۰ زرو ډالرو جوړه او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د «شهید مولوي اولیای عرفان» ابتداییه ښوونځي د دوه پوړیزه ودانۍ چارې بشپړې شوې دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې دا ښوونځی ۲۴ درسي ټولګي له ټولو امکاناتو سره لري.
په هرات کې لاهم زیاتره ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.