کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ويلي، افغان حاجیانو ته د خدمتونو وړاندې کولو هوکړه لیک يې له سعودي عربستان سره لاسليک کړ.
د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه تفاهم ليک د طالبانو د حج عمومي رييس محمد نبي محمدي او د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت مرستيال ترمنځ لاسليک شوی دی.
خبرپاڼې زیاته کړې چې د دې تړون پر اساس د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت ۳۰ زره افغان حاجیانو ته په مکې مکرمې او مدیني منورې ښارونو کې د عمارو، مشاعرو، خوړو او ټرانسپورټ ټول اړین خدمات وړاندې کوي.